ترکيي انجینرانو خپل پوځ ته لیزري وسله جوړه کړه

سيمه او نړۍ

ترکيي انجینرانو خپل پوځ ته لیزري وسله جوړه کړه

293

د ترکیې علمي او ټکنالوژیکو تحقیقاتو د ادارې انجینیرانو خپلو وسله والو ځواکونو په غوښتنه لیزر وسله جوړه کړه، دغه وسله د ترکیي انجینیرانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې لخوا د ۳ میاشتو په دننه کې جوړه او تولید شوې ده .
دا وسله د نورمالو ټوپکونو د پاسه نصب او کارول کیږي. دا وسله په ځانګړې توګه د ترکیې د ملي ټوپک ام پ ټي ۷۶ لپاره جوړه شوې ده .
دغه لیزر وسله د سلو نه تر ۱۵۰ مترو پورې یو میلي متر فولاد سوري کولو په ظرفیت جوړه شوې ده ، دا وسله یواځې د لیزر په طاقت کار کوي او ټوپک ته بل هیڅډول ضرر نه رسوي.
د ویلو ده چې د لیزر وسلې جوړونکو انجینیرانو ویلي دي چې په نوو موډلونو يي ورته کار پیل کړی دی. په راتلوونکي کې غواړو چې ددې وسلې حجم کوچنی او طاقت يي لا پسې قوي کړو.

 



اعلان