مشورتي لویه جرګه ښایي نن هم دوام وکړي

افغانستان

مشورتي لویه جرګه ښایي نن هم دوام وکړي

95

په کابل کې مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې وه، پرونپای ته ورسېږي، ښایي ننهم ادامه پيدا کړي.

په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نه‌وي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نه‌کړي.

ښاغلي سیاف دغه څرګندونې پروند دې جرګې د پیل په څلورمه ورځ د کاري کمېټو غړیو ته وکړې:

"موږ د ځان څخه کومه حنجره نه‌لرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاستو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې نه بیرون نه باسو."

هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه د هېڅ‌چا په پلوي کمپاین نه‌کوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي.

دا جرګه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو دولس نوماندانو تحریم کړې ده.



اعلان