په خوست ولایت د پاکستاني الوتکو بمبار ۴ تنه وژلي

افغانستان

په خوست ولایت د پاکستاني الوتکو بمبار ۴ تنه وژلي

211

د خوست سپېره ولسوالۍ کې پاکستاني الوتکو بمبار کړی، چې پر مهال يې نهوو ملکيانو ته مرگ ژوبله ا وښتې ده.

کابل نيوز د ځايي خلکو له  خولې ليکلي،، چې پاکستاني الوتکو د سپېرې ولسوالۍ سور کوټ، خړه وړه او پڅه ميله سيمې بمبار کړي او په دغې بمبارۍ کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

پاکستاني الوتکو په داسې حال کې پر خوست بمبار کړی، چې تېره ورځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد پر مهال لسو پاکستاني پوځيانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور تېره ورځ د خپلو پوځيانو د وژل کېدو په اړه رسنيو ته د وينا پر مهال تور پورې کړی و، چې  دا بريدگر د افغانستان خاورې ور اوښتي.

جنرال غفور ويلي و، چې پاکستاني پوځيان پر ډيورنډ کرښې د ازغن تار لگولو په چارو بوخت وو  چې وسله‌والو پرې بريد وکړ.



اعلان