په قطر کې ملا برادر د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي سره ولیدل

افغانستان

په قطر کې ملا برادر د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي سره ولیدل

251

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل پرون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره ولیدل .

د طالبانو د سیاسي دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د مسئلې پر سوله ییز حل، له امریکایانو سره پر روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو ټینګار کړی، چې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې حل لپاره باید له موجوده فرصتونو ګټه پورته شي.

دغه راز د آلمان هېواد ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هېواد له مرستې او په دې اړه له مثبت رول لوبولو ډاډ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شوي او طالبانو ویلي، چې د دې پړاو خبرې به هم د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د یو ډاډمن افغانستان پر شتوالی راوڅرخیږي.



اعلان