لوګر کې یو څارنوال د رشوت په تور نیول شوی

افغانستان

لوګر کې یو څارنوال د رشوت په تور نیول شوی

158

د لوګر ولایت د پولیسو استخباراتي مسولینو یو څارنوال د بډو اخیستو په تور لاس په لاس نیولی دی، دغه کس د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د څارنوالۍ سرپرست وو چې د ۱۰۰ زره افغانیو رشوت اخیستو پر مهال د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
پولیسو له ابتدایي څېړنې وروسته د دغو تورن کس دوسیه د نورو پړاوو د ترسره کیدو په موخه اړونده بنسټونو ته استولې ده.

 



اعلان