د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسعود اظهر نړیوال ترهګر اعلان کړ

سيمه او نړۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسعود اظهر نړیوال ترهګر اعلان کړ

73

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د پاکستان جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر د نړيوالو ترهگرو په نوملړ کې شامل کړی دی.
تر دې وړاندې امريکا، برتانيې او فرانسې د روان کال په فبرورۍ کې د امنيت شورا د بنديزونو له کمېټې غوښتي وو، چې مسعود اظهر د نړيوالو ترهگرو په نوملړ کې شامل کړي، د هغه پانگې کنگل او پر سفرونو يې بنديزونه ولگوي، خو هغه مهال چين د دې پرېکړې مخالفت کړی و او پر مسعود اظهر لگېدلي تورونه يې له تخنيکي پلوه کمزوري بللي وو.
د مسعود اظهر نوم د ترهگرو په نوملړ کې د شامېدو له امله د هند لومړي وزير نريندار مودي او نورو چارواکو خوښي ښوولې او دا يې ستره ډيپلوماټيکه لاسته راوړنه بللې ده.
جیش محمد ترهګرې ډلې د روان میلادی کال د فرورۍ په څوارلسمه نیټه د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کې په سرحدی پولیسو یئ حمله کړې وه چې له امله یې څلورڅلویښت عسکر وژل شوی وو مسولیت پرغاړه اخیستی وو .
دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل هم تائید کړه چې اسلام اباد به سمدستی د جیش محمد ډلې د مشر پرضد بندیزونه ولګوی او زیاته یې کړه په دغو بندیزونو کې بیرون ته د مسعود اظهر په تلو بندیز دهغه د شتمنیو کنګل کول او د وسلو بندیز شامل دی .



اعلان