امریکا: د اخوان المسلمین ډله ترهګرو په لیست کې اچوي

سيمه او نړۍ

امریکا: د اخوان المسلمین ډله ترهګرو په لیست کې اچوي

217

پرون د سپینې ماڼۍ ویاندې ساندرز وویل، چې ټرمپ له خپلو امنیتي سلاکارانو او ټیمینو سره سلا مشورې کوي، چې اخوان المسلمين ډله «بهرنۍ» او ترهه‌ګره ډله اعلان کړي.

ساندرز ويلي، چې د ټرمپ اعلان کې به د ځينو مهمو عربي دولتونو سلا مشوره هم شريکه وي.
د الجزیرې تلویزون راپور وايي، چې د دې اعلان شاليد د سيسي هغو کوښښونو ته ورګرځي، چې تېر کال اپرېل مياشت کې يې پيل کړل او دا دی بريښي، چې د مصري دېکتاتور کوښښ رنګ راوړي. راپوروايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار جان بالتن هم دا کوښښ کوي، چې اخوانيان ترهه‌ګر اعلان کړي.
اخوانيانو د دې خبر عکس العمل کې ويلي، چې موږ به خپلو سوله‌ييزو هڅو ته ادامه ورکړو او د دېکتاتور سيسي ارمان به پوره کېدو ته پرېنږدو.
اخوان المسلمين ډله په ۱۹۲۸ کې د مصر اسماعيليه ښار کې د شهيد حسن البنا په ابتکار تاسيس شوې، چې دا د عثماني خلافت له نړېدو فقط څلور کاله وروسته برابريږي. دا ډله د خپلې مقبولې داعيې له امله په ډېره تېزۍ نور مصر او اسلامي هېوادونو ته خپره شوه.
اخوان المسلمين د اسلامي نړۍ تر ټولو ريښه‌داره او خپره ډله ده، چې د مصر او عربي نړۍ د سترو دېکتاتورانو مخ ته د ازغي په څېر ثابته شوې. د اسلامي فکر او نظام حاکميت کې يې سترې قربانۍ ورکړي، خو په وروستيو کې يې د سوله‌ييز حرکت لار خپله کړې، چې هغه خپل نفوذ يې له لاسه ورکړ او کرار کرار انزوا ته درومي.

 

 

اعلان