پاکستان: د ترهګرۍ د مخنوي په خاطر مدرسې خپل واک کې اخلو

سيمه او نړۍ

پاکستان: د ترهګرۍ د مخنوي په خاطر مدرسې خپل واک کې اخلو

142

د پاکستان حکومت وايي د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنوي په خاطر د اسلام اباد په شمول څلور ایالتونو کې مدرسې خپل واک کې اخلو.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې د ديني مدرسو په اړه د لويديځو هېوادونو له لوري تر فشارونو لاندې دی او تور پورې کوي، چې په دغو ديني مدرسو کې «د سخت دريځۍ او افراطيت» فکر  ورکول کيږي.

که څه هم تر اوسه د سخت دريځۍ، افراطيت او ترهگرۍ روښانه تعريف نشته، خو د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور ويلي، چې په ځينو ديني مدرسو کې د کرکې او نفرت درسونه ورکول کيږي او حکومت به د نورو لکونو دولتي ښوونځيو په څېر د ديني مدرسو لگښتونه هم له حکومتي بودجې ورکوي.

د جنرال غفور په وينا د مدرسو لگښتونه به د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره له ځانگړې بوديجې ورکول کيږي.

په پاکستان کې د ديني مدرسو د راجسټر کولو او د حکومت تر واک لاندې راوستو موضوع حساسه ده. د پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف سربېره ځينو حکومتونو پخوا هم د ديني مدرسو د کڼټرول هوډ کړی و، خو د مدرسو اتحاديو او مسوولينو ورسره نه و منلي.



اعلان