نن په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ شپږم پړاوو مزاکرات پیلیږي

افغانستان

نن په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ شپږم پړاوو مزاکرات پیلیږي

252

نن چهارشنبه د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ شپږم پړاوو مذاکرات پیلیږي، دغه مزاکرات طالبانو هم تائید کړي دي.

د طالبانو  وياند ذبيح الله مجاهد نن سهار په خپل لنډ ټويټر پيغام کې ويلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو نن په دوحه کې پيليږي.

امریکا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو تاييد کړې، چې نن به يو ځل بيا د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پيل شي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين څو ورځې وړاندې رسنيو ته ویلي و،  چې  امریکا سره په روانو خبرو کې پرمختگونه شوي او زياته کړې يې وه، چې شونې ده، په شپږمه ناسته دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسيږي.

طالبان وايي، چې امریکا سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا په گډون د هېچا پر ضد نه کارولو په موضوع خبرو کې پرمختگ شوی دی.

زلمی خلیلزاد وايي، چې د يادو دوو موضوعاتو سربېره اوربند او بين الافغاني مذاکرات اړين دي، خو په وينا يې طالبان لا هم  اوربند او افغان حکومت سره خبرو ته نه دي تيار.

 

 



اعلان