پاکستان د سختو مالي ستونزو له امله ايي اېم اېف سره ګوري

سيمه او نړۍ

پاکستان د سختو مالي ستونزو له امله ايي اېم اېف سره ګوري

213

 

پاکستان د تیرو څو کلونو راهیسې د سختو مالي ستونزو سره مخ ده خو دغه ستونزې ورځ تر بلې په ډیریدو دي د عمران خان حکومت هم ټاکنو څخه وړاندې خپل اولس ته وعده ورکړي وه چې پاکستان به د مالي بحران څخه وباسي خو هغه د ایي ایم ایف څخه د قرض نه اخیستلو وعده هم کړي وه خو بالاخره د زیاتو مالي ستونزو له امله د عمران خان حکومت هم د ایي ایم ایف څخه د قرضې اخیستلو ته مجبور شو د روانې مۍ میاشتې په لسمه به پاکستان او ایي ایم ایف سره ګوري .

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه د سرچینو له قوله وايي پاکستان د ايي اېم اېف د دې فشار سره مخامخ دی چې هېواد دې د ماليي راټول ١٣ اشاریه دوه فيصد ته زیاته کړي خو پاکستان ورته د ١٢ اشاریه اووه فیصد پورې رسولو ضمانت ورکړی دی.

 پاکستاني اقتصاد ماهرین وايي: پاکستان دا وخت پېسو ته اړتیا لري، د حکومت امدن کم او مصرفونه یې زیات دي. د دې یو لوې امل زیات واردات یا اېمپورټس او کم صادرات یا اېکسپورټس گڼل کیږي. یعنې پاکستان د خپل ضرورت زیات شیان د بهر نه راغواړي خو خپل مصنوعات یې ډیر کم خرڅېږي.

هم دغه رنگ پاکستان د کلنۍ بودیجه دتاوان سره هم مخامخ دی. مصرفونه یې زیات او د دې د پوره کولو دپاره ورسره پېسې کمي دي او قرض ته محتاجه ده.

د پاکستان لږ ډیر اقتصادي امدن د قرضونو په بیرته ادا کولو ولگي. ماهرین وايي د پاکستان د قامي امدن یا جي ډي پي ٧٣ فیصد برخه د قرضونو په بیرته ادا کولو یا ډټ سروسنگ مصرف شي. د جي ډي پي او د قرضونو واپس ورکولو ترمنځ دا توله د ايي اېم اېف په حساب یو خطرناک ځای کې ولاړه ده.

 

اعلان