د امریکا استخبارات: داعشي جنګیالي له سوریې او عراق څخه افغانستان ته روان دي

افغانستان

د امریکا استخبارات: داعشي جنګیالي له سوریې او عراق څخه افغانستان ته روان دي

580

د امریکا استخبارات ادعا کوي چې سوریه او عراق کې د داعش جنګېدلي جنګیالي افغانستان ته روان دي او د بریدونو پلان لري.
دا خبره کابل کې مېشت د امریکا یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي ای ایف پي خبري اژانس ته کړې ده.
دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي چې دوی پوهېږي چې ځينې یې په ستنېدو کې دي او هڅه کوي چې خپله پوهه، مهارتونه او تجربې ولېږدوي.
نوموړي ویلي، که امریکا ترهګرۍ ضد جګړه و نه کړي، نو په امریکا به برید وشي.
داعش تېر کې په امریکا کې د ځینو بریدونو مسوولیت منلی.
دا په داسې حال کې چې د داعش د مشر ابوبکر بغدادي یوه ویډیو هم خپره شوې ده.
د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې طالبانو سره د سولې مانا افغانستان کې د جګړې ختمدېدل نه دي.



اعلان