ولسمشر: کوچیانو ته دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې

افغانستان

ولسمشر: کوچیانو ته دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې

265

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کوچیانو اړوند یو پروګرام کې ګډون وکړ.
د ارګ خبرپاڼه وایي چې دا پروګرام په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوی و.
ولسمشر وویل "له دې وروسته به هر وزارت او اداره د کوچیانو لپاره کار کوي او امنیتي ځواکونه به ستاسو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي."
ولسمشر ویلي، د لومړي ځل لپاره د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ، چې لا هم کافي نه دي، ځانګړې شوي او دا به کال په کال زیاتېږي.
د ولسمشر په خبره، کوچیانو د افغانستان د ساتنې او دفاع له پاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي.
پروګرام کې د کوچیانو یو شمېر استازو او مخورو هم ګډون کړی و.



اعلان