د طالبانو واکمني د پاکستان په تاوان ده

نظر او تحليل

د طالبانو واکمني د پاکستان په تاوان ده

496

ليکنه: اروين راهي

ژباړه اولنډون:خپلواک

ډيری پاکستانيان فکرکوي چې که طالبان واک ته ورسيږي او يا د واک برخه شي، نو پاکستان ته به فايده ولري، مګرخبره دا وخت بلکل سرچپه ده،ځکه چې نه دا هغه وخت ده چې طالبان په افغانستان کې راپيداشول، واک ته ورسيدل او په ګاونډ کې يې ډيره اتکا په پاکستان وه
اوبيا پاکستان يو له هغو دريو هېوادونو نه و، چې د طالبانو حکومت يې په رسميت وپيژاند.

اوس طالبان پرپاکستان بدګمانه دی او په نوره نړۍ کې هم پياوړي ملاتړې هيوادونه لري او که واک ته ورسيږي هم، ښايې د پاکستان په وړاندې نور هم جدي دريځ خپل کړي او له پاکستانه مرور ديني اشخاص او بنسټونه تقويه کړي.

په افغانستان کې د پاکستان لپاره ترټولو حساسه موضوع ډيورنډ لاین دی،چې په دې کې طالبان د نورو په نسبت هم سخت دریځي او ملت پال دي، آن چې د خپلې واکمني په ابتداکې يې لا د پاکستان داخله وزير نصيرالله بابر د ميلمستيا له دسترخانه مرور ولاړ کړ.
هغه داسي چې کله نصيرالله بابر په کندهارکې د ډوډي پر ميز ملامحمد عمر ته وويل چې باید د ډيورنډ لاين مسﺉله نوره حل کړو، ملامحمدعمر په ډير غضب کې بابر ته وويل ته يو غدارپښتون يې زما له دسترخانه ولاړيږه.
بل خوا طالبان د پاکستان حکومت غير اسلامي ګڼي او د هر هغه پاکستاني سره خواخوږي لري، چې د پاکستان دأيين ترميم اوبدلون غواړي،
چې دا په پاکستان کې د هغو عناصرو تقويه ده چې په ملک کې د سخت دريځې اسلامي واکمني طرفداره دي.



اعلان