"د یو کیلو زعفرانو بیه اویا زره افغانۍ شوې"

راپورونه

304

نړیوال بازار ته د افغانستان د زعفرانو د صادراتو له امله په کور دننه د یو کیلو زعفرانو قیمت له څلوېښت زرو څخه اویا زرو افغانیو ته پورته شوی دی.
د زعفرانو د ملي اتحادیې یو غړي ناصر عظیمي طلوع نیوز ته ویلي، دا چې عرضه بازار ته کمه ده، نو ځکه د زعفرانو قیمتونه پورته ختلي دي.
دا اتحادیه مني چې اوس هم د ایران زعفران په بېلابېلو لارو افغانستان ته واردېږي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، ۱۳۹۷ کې شپاړس ټنه زعفران تولید شوي وو چې نوي سلنه یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.



اعلان