عمران خان: افغانستان له څلورو لسیزو جګړو وروسته سولې ته اړتیا لري

سيمه او نړۍ

عمران خان: افغانستان له څلورو لسیزو جګړو وروسته سولې ته اړتیا لري

269

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغانستان کې سوله به له منځنۍ اسیا سره د پاکستان اقتصاد وغوړوي.
خان د چین بېجنګ کې یوې غونډې ته ویلي چې تېره اوونۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو هم په یوې ناسته کې په افغان سولې خبرې کړې دي.
د خان په خبره، افغانستان په واقعیت کې له څلورو لسیزو جګړو وروسته سولې ته اړتیا لري چې دغه سوله به په پاکستان او منځۍ اسیا اغېز ولري.
خان زیاته کړې، په افغانستان کې سوله به د پاکستان او منځنۍ اسیا اقتصادي اړیکې زیاتې کړي.
نوموړي یو ځل بیا وویل چې افغان سوله کې مرسته کوي.



اعلان