سياف د رباني د اهل الحل والعقد له شوراد غني تر مشورتي جرګې

نظر او تحليل

سياف د رباني د اهل الحل والعقد له شوراد غني تر مشورتي جرګې

381

پر کابل د حکمتيار توپونه اوريدل،د هېوادپه هرګوټ کې ټوپک سالاري وه، کابل کوڅه کوڅه د وحشت شاهده وه، د کابل ښار پر ډيره برخه د مسعود بې مسﺉوليته ټوپکمماروخپل راج چلاوه .
د شنو پنځه زريانو اولس زريانو کارتينرونه له روسيې را روان وو، چې ډير به يې رباني اومسعود خالي کول اويوه برخه به يې سياف ته وړل کيدل!
نور نه دولتي بانک کوم حثيت لاره او نه کوم مالي نظام موجود و، سياف به په همدې پيسو په پغمان کې ځمکې اخيستې اوخپل پغماني ټوپکماران به يې پرې پالل.
بياپه همدې پيسو قوماندانان کابل ته جلب اوترغيب شول، ترڅو د رباني د واک د ناقانونه اوږدولو لپاره د سياف په وړاندیز شوې ديني نسخه ”اهل الحل والعقد“ شورا کې ګډون وکړي اورباني شرعي واکمن وټاکي.
د سياف چې څومره اياتونه اوحديثونه زده وو، ټول يې د رباني په تاﺉيد او دفاع کې وويل او د دې شورا مشر او يوازني ويناوال سياف و، چې خپل پوره استعداد يې د دې غونډې په قانوني کولو او د رباني د ناقانونه واکمني په ملاتړ کې وکاراوه.
بياچې د شمال ټلواله له کابله وشړل شوه نو د آمرصیب پنشير د فتواوو توپ مفتي عبدالرسول پغمانی و،چې د مسعود مليشو ته يې د بدر د غازياتو مقام ثابتاوه.
يوچاراته د ده د يوه پخواني باډې کارډ چې اوس ترې بیزارده له خولې کيسه راته کوله چې د پنشير په خوله ګلبهار کې به چې د سهار لمر راتويده، موږ به د استاد په مشرې له چلمه يونرۍ تود پورته کړ او د خیرنوڅڼو پغمانيان به هرلورته خمار خمار پراته وو.
لږ وروسته به بيا داستاد ديني موعظه شروع شوه، چې د جګړې د لومړۍ کرښې قومندانان به هم راغلل او داموعظه به تر ډيره د ګلدرې د لومړۍ کرښې د ساتلو لپاره جګړماروته توصيه اوروحيه ورکول و.
د طالبانو لخوا د کابل ترنيولو وړاندې به استاد ځان ته د احزاب په غزوه کې د محصور صحابي نسبت کاوه 
او د فتواوو توب به يې له کابله د دفاع لپاره چو کړی و.
خو اوس به يې ګلبهارکې ځان د فتح مکې لپاره تياری کوونکی صحابي باله!
بياچې له يولسم ستمبر نه وروسته په همدې ګلبهارکې د سي آی اي د مامورانو شيروين او انجينرعارف لخوا لمن کې ډالر ور واچول شول نو د تروریزم پرضديې نوي احکام هم وضع کړل اوفتوا يې نيغه له بي ٥٢سره پرڅنګ روانه وه.
د امريکايي ځواکونو د موجوديت او دطالب د ځپلو فتوا وو د امريکا له هوايي ځواکونو سره پرځمکه ډيره مرسته کوله.

دادی نن امريکا د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره د سولې ترنامه لاندي يوه داسي ميکانیزم ته اړتيا محسوسه کړه، چې ترشايې پرايښې عميق فکري او استعماري تاسيسات زيانمن نشي، د دې لپاره ترټولو زيات دیني دفاع ته ضرورت لري، نو بې له شکه د داسې کرايي فتواوو لپاره استاد بديل نلري.
نن بيا بزرګوار استاد په خپله جولۍ کې دیني نصوص او روايات د غشو په څېر يو پربل منظم تړلې ایښي.



اعلان