ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې پرانست غونډې ته: اصلې موخه مې د سولې پروسې افغاني کول دي

افغانستان

ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې پرانست غونډې ته: اصلې موخه مې د سولې پروسې افغاني کول دي

189

نوموړي چې نن یې د مشورتي لویې جرګې پرانیستوونکې وینا کوله ټینګار وکړ، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د افغانستان د سولې او راتلونکي ثبات لپاره ګټورې مشورې ورکوي. دده په خبره ده ملت ته رجوع کړې ده او له ملت هم غواړي چې د سولې له ټولو هڅو او هغو ټولو اقداماتو هرکلی او ملاتړ وکړي چې افغانستان ثبات ته رسوي او د افغانانو عزت خوندي کوي. دده په خبره د جرګې غړي به له طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو لپاره چوکاټ ټاکي او د سولې لپاره به د ملت نظر او بحث منسجم کړي. هغه همدا راز وویل، چې د سولې لپاره نړیواله، سیمه ییزه او اسلامي اجماع رامنځ ته شوې ده او د ملي یووالي حکومت د سولې طرحه واضح او هر اړخیزه ده. د ولسمشر غني په خبره سولې غوښتونکي د حق پلویان دي او روانه جګړه هېڅ ډول اسلامي او دیني توجیه نه لري. ولسمشر غني پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د افغان ملت او حکومت د سولې غږ ته لبیک ووايي. دده په خبره حکومت د مذاکراتو لپاره هېڅ ډول شرط نه لري او باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي.



اعلان