پښتونخوا: د منفي تبليغاتو له امله ١٣لکه ماشومان د پوليو له قطرو محروم شوي

سيمه او نړۍ

پښتونخوا: د منفي تبليغاتو له امله ١٣لکه ماشومان د پوليو له قطرو محروم شوي

118

څو ورځې وړاندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ايالت په ډیرو سيموکې د پوليو د قطرو له امله ماشومان ناروغان شوي وو او له دغه واکسین سره يې وچود حساسيت پيداکړی و.

له هغه وروسته د واکسين نه ويره اوپه اړه يې منفی تبليغات خواره شول .
خلګو احتجاجونه وکړل او د پښتونخوا ايالت سربيره د پاکستان په نورو برخوکې هم خلګو خپلوماشومانو ته د پوليو د قطرو له ورکولو انکارکړی و.
دا وخت يواځې په پښتونخواکې ديارلس لکه ماشومان له قطرومحروم شوي دي او په ټول پاکستان کې د پوليو له قطرونه د محرومو ماشومانو شمېر ٢٥لکوته رسيږي
بل خوا څو ورځې وړاندي د پوليو د واکسين په اړه منفي غبرګونونو او پرواکسيناتورانو خونړيوبريدونو د پاکستان حکومت دې ته اړیست چې، د پوليو د واکسين کمپاین وځنډوي.

شننونکي باور لري چې ِد دې تبليغاتو مخنوي او کميدل ترهغو ستونزمن ښکاري ترڅو چې د پوليو د واکسين له امله څو ورخې وړاندي د ناروغه شويو ماشومانو د ناروغۍ علت ونه ښودل شي او په دې اړه سم تحقيقات مخې ته رانشي،
ځکه چاچې د دې واکسين نه متضرر ماشومان پخپلوکوڅوکې ليدلي وي، که هغه ډاکټرهم وي نو داحتياط له امله یه هم خپل ماشوم ته دا قطرې ورنکړي.



اعلان