حکمتیار: تېرې تجربې نه تکراروو، د واک ترلاسه کولو مشروع لار ټاکنې دي

افغانستان

حکمتیار: تېرې تجربې نه تکراروو، د واک ترلاسه کولو مشروع لار ټاکنې دي

369

نن په ارګ کې د غوایي اتمه، چې د مجاهدینو د بري ورځ ده، ونمانځل شوه.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې جهاد د ټولو افغانانو ویاړ دی. ولسمشر وویل، دغه بری د یو نیم میلیون شهیدانو، میلیونونه کډوالو او ۲۲۰ میلیارده ډالرو په زیان ګاللو ترلاسه شوی دی.
غونډې ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم وینا وکړه.
حکمتیار چې شوروي ضد جهاد کې یوه ټولو وتلې څېره وه، له جهاد وروسته پېښو ته په اشاره یې وویل، راځئ! ژمنه وکړو چې تېرې تجربې نه تکراروو.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، حکمتیار وویل، واک ته د رسېدو یوازینۍ مشروع لاره ټاکنې دي.
حکمتیار د ټاکنو روڼوالی هم یاد کړ او ویې ویل، که داسې و نه شي، نو بحران به دوام پېداکړي.
اووه ویشت کاله وړاندې د غوایي په اتمه د افغانستان وروستی مسکو پلوه حکومت ړنګ او مجاهدین کابل ته ننوتل.
د مجاهدینو له بري سره کورنۍ جګړې پېل شوې، کابل ښار ویجاړ او زرګونه کسان ووژل شول.



اعلان