خلیلزاد: طالبانو سره له سولې وروسته به د داعش ګواښ وي

افغانستان

خلیلزاد: طالبانو سره له سولې وروسته به د داعش ګواښ وي

750

د افغانستان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره (د سولې) هوکړه به افغانستان کې تاوتریخوالی په بشپړ ډول راکم نه کړي.
زلمي خلیلزاد طلوع نیوز ته ویلي، ښایي د امریکا-طالبانو او د افغان حکومت له سولې وروسته هم د داعش ګواښ موجود وي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې شاوخوا څلور کاله وړاندې ختیځ ننګرهار ولایت کې سر راپورته کړ چې بیا د هېواد نورو برخو ته خپور شو.
داعش په لسګونو بریدونو کې سلګونه کسان وژلي دي.
یو شمېر کسان او حکومتونه د داعش تر شا د یوه بهرني هېواد لاس ګڼي.



اعلان