امریکا کې پر یهودي کلیسا برید څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولي

سيمه او نړۍ

امریکا کې پر یهودي کلیسا برید څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولي

225

د امریکا په کليفورنيا ايالت سن ډیاګو ښار کې د يهودانو پر يوه کليسا برید کې يوه مېرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپيان دي.
دا بريد د یهودانو پر عبادت ځای «سايناگاگ» په داسې حال کې شوی، چې دغلته د یهودو مذهبي مراسم روان وو.
اسوسیټېد پریس راپور ورکوي، چې پولیس اوس د پېښې په اړه پلټنې کوي او ویلي یې دي چې له عبادت ځایونو سره به امنیتي ګزمې زیاتې کړي.
پولیس وايي، هغه کس چې په کالیفورنیا کې یې د یهودانو په یو عبادتځای یا سیناګاګ باندې ډزې کړې وې یو سپینپوستی وو چې نیول شوی او اوس په زندان کې دی.
پولیس مشر وایي د یهوادانو عبادتځای ته کوم ګواښ نه وو شوی او دوی به د دې پېښې د علت په اړه پلټنه وکړي “د زیات احتیاط په خاطر به پر عبادتځایونو باندې اضافي امنیتي ګزمې په دنده وګومارو”.
د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریانو سره د خبرو په وخت په پېښه کې د وژل شوي او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او ویلي یې دي “دا برید د کرکې یو جرم ښکاري”.
د تېر 2018م کال په اکتوبر کې هم د امریکې په پیټسبرګ ښار کې د یهودانو پر جومات باندې برید شوی وو، چې 11 تنه پکې وژل شوي او د 4 پولیسو په ګډون شپږ تنه پکې ټپیان شوي وو.

 



اعلان