کرزی: مشورتي لویه جرګه د افغانستان په ګټه نه ده

افغانستان

کرزی: مشورتي لویه جرګه د افغانستان په ګټه نه ده

242

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې د را روانې مشورتي لویې جرګې د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.
کرزي له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې د سولې په روانو خبرو د منفي احتمالي منفي اغېزو د مخنیوي په پار دغه جرګه وځنډوي.
کرزي ویلي چې دا جرګه په اوسنیو شراېطو کې د هېوادوالو په ګټه نه ده.
لویه مشورتي جرګه چې دوه ورځې وروسته په کابل کې جوړېږي، حکومت وایي چې چمتووالی یې ورته نیولی دی.
د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په مشرۍ ګڼو سیاسي مشرانو دغه جرګه کې ګډون رد کړی دی.



اعلان