دځلاند ویبپاڼي افواهات او دسترګو لیدلي حالات

نظر او تحليل

دځلاند ویبپاڼي افواهات او دسترګو لیدلي حالات

2265

دملا برادر اخوند په اړه ځلاند ویباڼې یوه شائعه خپره کړې ګواکې په قطرکې ملابرادر اخوند دقطري چارواکو له خوا نظر بند دئ او د هغو له موافقې او اجازې څخه پرته له هیچا سره لیده کاته نشي کولی.

دلته یې زه په قسم سره سپیناوی کوم، زه چې لاندي څه لیکم د الله په ذات قسم کوم چې حقیقت باندي به بنأ وي، د سترګو لیدلی حال درته وایم:

یو ملګری له نن څخه یوه اونئ وړاندي قطر ته ورغلی او یوځل بیا درته حلفا وایم چې دغه ملګری هم رښتنی دئ:

ملګری وایی په اته څلویښت ساعتونو کې مي محترم ملا برادر اخوند درې ځلې ولید، نوموړي راته وویل چې دملا برادر اخوند په لیدلوکې خپله دملابرادر اخوند موافقه شرط وه نه د قطري چارواکو.

دغه کس راته وویل ځلاند ویپاڼه پرځاي ددې چې شائعات او تبلیغات خپاره کړي، ولي یې هلته حقیقتونو نه پام کیږي، ځلاندې ادارې باید داسي لیکلي وای چې قطر هیواد ته دملا برادر اخوند له ورتګ سره دنوموړي له لوري قطري چارواکو باندي قیودات لګول شوي، دملا برادر اخوند له ورتګ څخه وړاندي قطري چارواکو کولای شول، چې دوحا کې دطالبانو دسیاسي دفتر له کارکونکو سره جلا جلا وګوري، خو اوس دملا برادر اخوند له موافقې او اجازې څخه پرته قطري چارواکې نشې کولای، چې داسلامي امارت له کوم چارواکې څخه دلیدلو غوښتنه وکړي، او همدارنګه هیڅ امارتي مسئول کس نشي کولای چې دملابرادر اخوند له موافقې او اجازې څخه بغیر له قطري چارواکو سره لیده کاته وکړي.

او بل اوس هرچا ته تر لمر روښانه ده چې و قطر ته دملا برادر اخوند له ورتګ سره هلته یو ډول نوې فضا جوړه شوې، دفتر کې یو ډول جوش او خروش تر سترګو کیږي، د پخوا په پرتله نړیوالو پام او توجه نوره زیاته شوې، ملا برادر اخوند هره ورځ مجلسونه کوي، دنړئ له ګوټ ګوټ څخه حکومتي وفدونو د قطر لورته مخه کړې، کوم کس چې یوه اونئ وړاندي دقطر هیواد ته تللی ؤ، راته یې وویل، له دې څخه وړاندي چې به قطر ته لاړم ډیري شپې به مي کولې، داځل صرف درې ورځي پاته شوم، او دبیړي لامل مي داسلامي امارت دقطر دفتر دچارواکو بوختیا او زیات مصروفیت ؤ، ددفتر ټول ملګري په کارونو بوخت ؤ د پخوا په څير دناستي پاستي شنو او تورو وخت له چا سره نه ؤ، نو مي ځکه سفر مختصر کړ.

هغه څوک چې له دغه ملګري سره دملا برادر اخوند په لېدلو کې مل ؤ ورڅخه هیله کیږي چې په خپلو کمنټونو باندي ددغه پوسټ لازیات پخلی او سپیناوی وکړي.

 



اعلان