پاکستان د پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی

سيمه او نړۍ

پاکستان د پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی

172

پاکستان په دغه هيواد کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ضد سرتاسري کمپاين درولی دی. دغه هيواد وروسته له هغې پر دغه اقدام لاس پورې کړ، چې وسله والو يو روغتيايي کارکونکی او دوه تنه پوليس په ډزو ووژل.

استوشتيد پريس له اسلام آباده په خپل رپوټ کې ليکي چې پاکستان کې د همدا روانې اوونۍ په ترڅ کې يو روغتيايي کارکونکی او دوه تنه پوليس چې روغتيايي کاروکونکي يې بدرګه کول، د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د پاکستان روغتيايي چارواکو تر دغو وژنو وروسته اعلان وکړ چې د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسين سرتاسري کمپاين يې په ټول هيواد کې درولی دی.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پيښور سره نژدې ماشوخیلو سیمه کې د واکسین ورکولو وروسته یو شمیر ماشومان حالت خراب شوي وه چې له دې امله په خلکو کې ویره ګډه شوي ده او د واکسین کولو څخه انکار کړي ده.

پاکستان د شنبې په ورځ د پوليو ناروغۍ ضد د عمومي کمپاين د درولو اعلان په داسې حال کې وکړ، چې د دغه هيواد په شمال ختيځ ايالت خيبر پښتونخواه کې د واکسین ورکولو څخه وروسته بیا هم د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ دوه تازه پيښې ثبت شوي دي.

 



اعلان