بغلان: د پولیسو اومعترضو نوماندانو تر مینځ نښته کې یو تن وژل شوی

افغانستان

بغلان: د پولیسو اومعترضو نوماندانو تر مینځ نښته کې یو تن وژل شوی

229

په بغلان کې د پولیسو او پارلماني ټاکنو د معترضو نوماندانو د پلویانو په نښته کې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

تېره ورځ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په غبرګون کې د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو د دغه ولایت د پلخمري په دوه لاري کې د شمال لویه لار وتړله او نن پولیسو د دغې لارې د خلاصولو په موخه هوایي ډزې وکړې؛ خو یو شمېر نورو ویلي، چې دغه ځاني زیان له پولیسو سره په نښته کې رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځولسمشر غني د ملي شورا پرانسته وکړه، چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.

دغه راز د پارلماني ټاکنو د متعرضو نوماندانو ته نږدې په ۴۰۴موټرکې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په کې یو کس وژل شوی دی.



اعلان