سي أين أين: د سعودي له منځه مو د بې ساري ډليزو اعدامونو اسناد پيداکړي

سيمه او نړۍ

سي أين أين: د سعودي له منځه مو د بې ساري ډليزو اعدامونو اسناد پيداکړي

232

د امريکا د CNN تلویزوني شبکې په يوتازه خبر کې دعوه کړې چې د سعودي حکومت له لورې په دې ورستيو کې د خفيه ډليزو اعدامونو اسناد يې ترلاسه کړي، چې درجنونه کسان د دولت ضد احتجاج او ترهګري په تور اعدام شوي دي.

دغې خبرې شبکې يولړ ارقام په ډاکه کړي، خو په بشپړه توګه يې لا هم اسناد نه دي ښکاره کړي
.
د يادونې وړده چې په سعودي کې د ځوان شازاده محمد بن سلمان له رامخ ته کيدو وروسته، نه يواځي عام سعوديان له سزاوو سره مخ دي، بلکې په شاهي کورنۍ کې دننه هم د دې کورني ډيری غړي زندانيان اونظربند دي.

تيرکال په ډيره نادوده توګه د سعودي د حکومت يوناقد ليکوال”خاشقجي“ د سعودي لخوا په ترکيه کې د سعودي په سفارت کې په ډيره بې رحمي ووژل شو.



اعلان