په پاکستان کې د طالب پلوو ترمنځ د ملا برادر په اړه ناوړه اوازې خپريږي

افغانستان

په پاکستان کې د طالب پلوو ترمنځ د ملا برادر په اړه ناوړه اوازې خپريږي

1400

يوه پخواني طالب چارواکې ځلاند ته ويلي چې له څو ورځو راهیسي ځينو کړيو داسې تبليغات پيل کړي، چې ګنې د طالب مشرتابه سياسي مرستيال په قطرکې نظربند دی او د قطر حکومت له اجازې پرته له چاسره نشي ليدلای.

يو پخواني طالب چارواکی وايي چې د جيش محمد د کشميري ډلې یوتن مطبوعاتي همکار او د پاکستان جاسوسي اداروته باوري افغان عبدالهادي ملاخيل ورته وويل،چې ملابرادر په قطر کې نظر بند دی او کله چې د طالبانو يوتن پخوانی چارواکی ملانورالدين ترابي يې ليدوته ورغلی و، نو ملابرادر ته له ده سره د ليدلو اجازه ورنکړل شوه.

خو په قطر کې طالب سرچینې دا خبر په کلکه ردوي او وايي چې ملابرادر په ازادانه ډول له هرچاسره ويني او د خلګو میلمستياوو ته هم ورځي.

د طالبانو اکثره فوځي اوسياسي مشران له پاکستان نه د ملابرادر په تلو خوشحاله دی او وايي چې د دوي دغه مهم مشر ته په قطرکې پوره درناوی کيږي او په پاکستان کې ګډې اوازې د پرديو کړيو تبليغات دي.



اعلان