غني: تر ولسمشریزو ټاکنو ولسمشر یم

افغانستان

غني: تر ولسمشریزو ټاکنو ولسمشر یم

514

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، تر ولسمشریزو ټاکنو به ولسمشر وي.
غني چې نن یې د نوې ملي شورا پرانېستغونډه کې خبرې کولې وویل چې تر هغه مهاله (نوي ولسمشر ټاکل کېدو) پورې به دندې ته ادامه ورکړي.
غني زیاته کړې چې تر راتلونکو ټاکنو یې حساس او خطرناک مسوولیتونه په اوږو پراته دي.
ولسمشر ویلي، افغان ولس به دښمن ته سر ټیټ نه کړي او ذلت به و نه مني.
د ولسمشر مخالفین وایي چې د غني دنده د روان کال د جوزا په لومړۍ پای ته رسېږي، خو سترې محکمې بیا تر راتلونکو ټاکنو د ولسمشر غني موده غځولې ده.
اساسي قانون کې ویل شوي چې ولسمشر به تر پنځو کلونو او د نوي ولسمشر ټاکلو پورې دنده پر مخ بیایي چې په دې حساب بیا اوس د ولسمشر غني شپږ میاشتې پاتې دي.
خو مخالفین یې د یو موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.



اعلان