ساندې او ویر

د پرون کيسه

ساندې او ویر

235

پښتو متل دی چې “واده په ډول ښه ښکاري او مړی په ژړا.” ښایی په واده کې د ډول غږونکو (ډمانو) او په مړي کې د “ساندو او ویر” اړټیا وه. د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې د مړي د خښولو نه وړاندې د ښځو ویر ضرور و چې ساندې، کوکې، نارې،….نومېږي.
د مړي ویرکوونکو ته په لاطیني کې ” مویرالوجسټ” د هند په راجستان کې ” روډالي” او فارسی کې “نوحه خوان” وایی. د دوی زکر په انجیل کې هم شته. د ویر او ژړا دغه کار د ښځو دنده وه ځکه سړي باید کلک ذړه ولري او د خلکو په وړاندې د سړو ژړل یو عیب ګڼل کیدو.
په مصر کې دغه ویر کوونکو به په چغو ژړل، په خپل بدن او ویښتو به يې خاورې اچولې. مخ به يې په څپېړو وهلو او ویښته به يې ځان له شوکول. هلته په ځینو لرغونو مقبرو کې د دغسې ماتم انځورونه دي چې د یو فرعون جنازې پسې روانې ښځې خپل مخ وهي او ویښته شوکوي. داسې انځورهم شته چې مینځو خپله سینه بربنډه کړې ده او ژاړی. د چین او یونان ویرکوونکي به معتبر خلک ګڼل کیدل او دوی ته ښې ډېرې پېسې يې ورکولې. دغه ډله به یواځې د ژړا او ویر لپاره نه وه بلکه د مړي خپلوانو ته به يې تسلي ورکوله او ځینو ځایونو کې د مړي د ژوند په اړه ډرامه (ناټک) هم کوو. دوی به شعرونه ویل او د مړي خپلوان به معتبر او په ټولنه کې به يې درناوی کیدو.
د چین شته من مړي خپلوانو به مسلکي ماتم کوونکو ته پېسې ورکړې. بیا د جنازې په وخت به دغه ډله د خلکو د راټولیدو ځای ته وار په وار رادننه شوه. یوې ډلې به په زوره د مړي نوم اخیستو او شعر به يې ورته ویل. مفهوم به يې داسې و.
“ته ولې دومره ژر لاړې…زمکې د تور ماتم لباس واغوستو او سیندونه ستا کیسه په لپو لپو اوښکو بدرګه کوي.”
د چین په ساندو کې به د مړي ستاینه په شعر کې وه او د هر شعر نه وروسته به یو کس نغارې له ډنګ ورکړو. د مړي چې څومره لوڼې به وې، هم هغه هومره ښځې به پر زمکه په څکیدو شوې چې وښایی هغوی د پلار پسې تلل غواړی. دا به دومره جذباتي حالت و چې حاضرو خلکو به ورسره ژړل. دغسې ویرنه کې به کروند ګرو سړو هغه وخت ګډون کوو چې فصل به يې اخیستې و او د کولو لپاره بل څه ورسره نه وو. دوی به د مړي د ژوند بیلا بیل اړخونه ناټک کې ښودل. یو کس به د مړي کیریکټر لوبوو او نورو به له دغو ویرنو او ناټکونو بیا ډرامې جوړولې چې خلک به يې نندارې له ورتلل. هم دغه د تهیټر(تیاټر) بن سټ و. په پارس کې هم دغسې ډلو په جنازه کې د مړي په ستاینه شعرونه ویل چې وروسته “مرثیه” ونومول شو. د شیعه فرقې له خوا د حضرت امام حسین (رض) د شهادت مرثیو هند ته هم کډه وکړه. په اردو کې د مرثیو لیکلو او ویلو دود عام شو. ښه مرثیه خوان به د محرم په مجلسونو کې د نوابانو له خوا نازول کیدو.
په افغانستان کې د “ناله وشیون” دود د ښار په مړو کې زیات لیدل کیده. د مسلکي ښځو ډلې به د یوې سیمې له حال خبریدې او شته من مړي کور ته به يې ځان رساو. په کابل کې به دا دود و چې دغه ښځې د مړی کټ ته چاپېره ودریدې او مخونه به يې په تور څادر یا لوپټه کې پټ، په ګډه ساندې ویلې. د ځوان ښکلي “کاکل” (ویښته) به يې یادول چې خاورې به شي.
په پښتونخوا کې دغسې ډلو په ځای د مړي د ټبر ځینو میرمنو په زوره زوره ساندې وهلې. په کلیو کې اوس هم دا دود شته چې یوه ښځه د ژړا سره سره د مړي نوم اخلي، یادونه يې کوي او نورې ښځې بیا ورسره په زوره زوره ژاړي. په جنوبي پښتونخوا کې دغسې ویر ته “انګۍ” او “چیغیان” وایی. وروسته ناوی د ودیدو په وخت دغه انګیو بڼه بدله او د ښځې محرومیت پکې بیان شو. ښایی د پیغلو د خرڅولو، سوره او د بدل رواج د انګیو بن سټ و.
خورکۍ مېلمه دي مرګی هورې شو
نجونه خرڅېږي خرې و غوئي شو
د خوارو لوڼو په ژړا نه دي
مندي پلرونه راته مړي شو
په سوات او سمه کې د ویر او ماتم شاعري “اسم ذات” او “صوت” نومېږي. “مړی ورته په کټ پروت وی او نوری ښځی تر ګیر چاپیره ناستی وی چه صوت هغه ښځه خلاص کړی نوری ښځی په ژړا سر شی. په دی شان سره تر یو ساعت پوری د مړی خیشان ښځی صوتونه وایی…”
ارمان ارمان دی زما پلاره
بیا به دې و نه وینم پلاره
دا دنیا درباندې ورانه شوه اه واره


سرچینې
۱.د پښتونخوا د شعر هار و بهار- جم ډارمسټټر. خپرونکی پښتو ټولنه- درېم چاپ. مهتمم حبیب الله رفیع. د ۱۳۵۶ کال د زمری ۱۵. ۱۱۱ صوت
۲. انګۍ – پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ. پښتو ادبي بورډ کوټه. ۱۹۸۷ م
۲۶ اپریل ۲۰۱۹ م

د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان