مسکو: د روسيې،چين او امريکا استازو د افغانستان خپلواکې ومنله

افغانستان

مسکو: د روسيې،چين او امريکا استازو د افغانستان خپلواکې ومنله

1483

نن په مسکوکې د افغانستان د بحران په اړه د نړۍ د دريو سترو هيوادونو روسيې، چين او امريکا استازو يوه بله غونډه وکړه او په کورنيو او باندنيو چارو کې د افغانستان پر بشپړه خپلواکي او له افغانستان نه د بهريو ځواکونو پر وتلو يې موافقه وکړه.

نن له مسکو نه لومړي لاس خبرونه وايي چې د دريو واړو هيوادونو استازو د افغانستان د بشپړه خپلواکي او له دې هيواده د امريکايی ځواکونو پر وتلو موافقه کړې، او د دې ترڅنګ يې د خارجي ځواکونو د وتلو پرتخنيکې برخه هم بحث کړی

په غونډه کې د چين د ځانکړي استازي ترڅنګ د افغاتستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي زلمي خليلزاد و د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کډون کړی و..
په خبرکې ويل شوي چې دا کومه مستقله ناسته نه وه، بلکې د روانو تاستو د تسلسل يوه برخه وه، مګر درې واړو استازو خپلو مشرانو په استازیتوب په مهمو خبرو موافقه وکړه.



اعلان