د تیز انټرنیټ (5G) ګټې ډیرې خو د سرطان په خطرناک مرض مو هم اخته کوي

پام وړ

د تیز انټرنیټ (5G) ګټې ډیرې خو د سرطان په خطرناک مرض مو هم اخته کوي

691

تاسو به اوریدلي وي چې د څلورم نسل (4G) څخه وروسته یو بل چټک انټرنیټ چې پنځم نسل (5G) راتلونکي ده ، ددغه انټرنيټ سرعت دومره چټک ده چې یوه ثانیه کې د ګیګا په حساب ډانلوډ او اپلوډ لسو ته رسیږي یعنې په يوه ثانیه کې لس جیبي ډانلوډ کولائ شئ، خو دغه چټک انټرنیټ د ګټې تر څنګ زیانونه هم لري .

د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، په هغه سیمو کې چې دا انټرنېټ څومره ډېر وي، د نورو په پرتله یې زیان زیاتېږي، ځکه اوس‌ مهال له ۷ سوه مېګا هېرټسه یوازې ۶ سوه ګېګا هېرټس فرېکونسي کارول کېږي، خو د پنځم نسل ټکنالوژي په راوتلو سره به له ۲۸ سوو تر سل زره ګېګا هېرټس فرېکونسي کارول کېږي چې دا د انسانانو پر روغتیا ناوړه اغېزې لري.

په دې اړه ۲۵۰ اندېښمنو ساينس پوهانو ملګرو ملتونو ته یو وړاندیز هم کړی چې د دې ټکنالوژي تر راوتلو وړاندې دې د انسانانو روغتیا پاملرنه وشي، ځکه په خبره يې د ځیرکو موبایلونو د شعاعو له کبله ان د سرطان ناروغي هم پیدا کېږي.

پر دې غوښتنه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان هم لاس‌لیک کړی دی او ماهرین په دې اند دي چې له ځیرکو موبایلونو داسې مقناطیسي شعاعې راوځي چې د انسانانو د روغتیا لپاره زیان پېښولای شي او ان تر دې چې د سرطان ناروغي خطرات، ذهني فشار او جینیاتي زیانونه ورسره زیاتېږي.

ماهرین په ورته وخت کې وايي، دا فرېکونسي د انسانانو پر عصبي نظام هم اغېزه کوي او حتا تر دې پورې چې د انسانانو حافظې کمزورې کېدو تر څنګ پر پنځه حواسو هم ناوړه اغېزه کوي او د پرېشاني او غصې د زیاتوالي سبب هم ګرځي.



اعلان