د افریدوقومي مشران: د پيښور د حیات اباد نښته جعلي وه

سيمه او نړۍ

د افریدوقومي مشران: د پيښور د حیات اباد نښته جعلي وه

853

د روانې اپريل مياشتې په ١٦مه د پاکستان د پښتونخوا ايالت د پيښور ښارد حیات اباد په اووم فیز کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا پر يوه کور بريد وشو او پنځه تنه پکې ووژل شول، چې بيا دا کور هم د امنيتي ځواکونو لخوا په بمونو والوزول شو.

هغه وخت د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې ډير مهم ترهګر يې دې کور کې ووژل، خواوس نوي شکونه را پیداشوي چې دا کیدای شي د پولیسو او کور د اوسيدونکو ترمنځ د شخصي شخړې پايله وي، چې پولیسو دغو خلګو ته د ترهګرو نوم ورکړی وي اونورې امنیتي ادارې يې هم غولولې وي.

د کور اوسيدونکې د خيبر ایجنسي افریديان وو، چې يو ځوانکی يې له اروپا نه په رخصتي پيښورته راغلی و.

د افریدو د قوم مشرانو د پيښور د پریس کلب مخې ته احتجاحي مظاهره کړې او د پاکستان له قضايي محکمويې د ازادې پلټنې غوښتنه کړې.
د دغو قومي مشرانو يومخور رحیم شا افریدي رسنيو ته ويلي.
دايوه جعلي مقابله اونښته وه او موږ د ازدو پلټنو غوښتونکي يو
د پاکستان پولیس له لسیزو راهیسي په دې بدنام دي، چې د ځینې کسانو د وژلو لپاره جعلي مقابلې جوړوي، ترڅو بې وسلې وژل شوي کسان تیری کوونکي او وسلوال بريدګر معرفي کړي، دوه کاله وړاندي په کراچي کې يو پښتون ځوان نقیب الله مسعود چې د رختونو دوکاندار و، پولیسو ته د پیسو نه ورکولو او د رشوت غوښتلو د راز د افشا کيدو له امله د کراچي يوه پولیس افسر”راو انور“ د ترهګر په نامه وژلی و ،خو د خلکو د احتجاح نه وروسته ثابته شوه چې دا يوه جعلي مقابله وه او نقیب الله اول بندي شوی و او بيا په تړليو لاسونو په پټه وژل شوی و.



اعلان