طالبان: د ملکې تلفاتو په اړه د یوناما راپور لاهم منصفانه نه دی

راپورونه

طالبان: د ملکې تلفاتو په اړه د یوناما راپور لاهم منصفانه نه دی

252

تيره ورځ د ملګرو ملتونو د يوناما لخوا د ملکي تلفاتو په اړه په يه راپور کې ويل شوي و، چې سږکال د طالبانو په نسبت د دولت او بهرنيوځواکونو له لوړې ملګي خلکوته زياته مرګ ژوبله اړول شوې.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايې چې يوناما د ملکي تلفاتو په اړه اوس هم سمې شمېرې نه دې په ډاګه کړې.
ښاغلي مجاهد پرخپله ټويترپاڼه د خپرې کړې مقالې په يوه برخه کې ليکلي:
“د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما په راپور کې امریکايي اشغالګرو ته لکه څرنګه چې واقعیت دی هغومره اندازه تلفات نه دي منسوب شوي؛ بلکې په دې اړه سیاسي او سلیقوي چلند شوی.
اسلامي امارت هڅه کړې چې له خپلې خوا د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړي چې تر ډيره په دې کار بریالی شوی او هېوادوال يې شاهدان دي.
ولی متأسفانه چې د تیر په څير د سږ میلادي کال په لومړۍ ربع کې هم په ټول هیواد کې امریکايي بې پروا بمبارونه او شپنۍ چاپې ورسره د کابل ادارې د صفریک، صفردو، سپيشل فورس، ضربتي، کومانډو، اربکیانو او نورو خپل سرو امنیتي ځواکونو لخوا په شدت سره د ملکي خلکو وژل، ځورول، بندیانول، کډې ته اړکول، د کورونو، مساجدو، مدارسو، مکاتبو او کلینیکونو تخریبول ښه په درز کې روان و.
له شرق څخه تر غرب له شمال څخه تر جنوب په ټول هیواد کې خلګ شپه او ورځ د امریکايي اشغالګرو او کورنیو تالۍ څټو بشرضد جنایات لمس کوي او د سر په سترګو ګوري”.



اعلان