اجراییه رییس د ولسمشر پلاوي سره له کتلو انکار کړی

افغانستان

اجراییه رییس د ولسمشر پلاوي سره له کتلو انکار کړی

467

د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري اجراییه رییس عبدالله عبدااله سره د کتنې له پاره یو پلاوی استول شوی و چې عبدالله عبدالله ور سره له لیدنې انکار کړی دی.
د اجراییه رییس د دفتر یو مشر عبدالقهار عابد ویلي، ولسمشر د پلاوي په را استولو هڅه کوله چې عبدالله عبدالله مشورتي لویې جرګه کې ګډون ته وهڅوي.
عبدالله عبدالله وړاندې په یوه اعلامیه کې مشورتي لویه جرګه کې ګډون رد کړی و او ویلي یې وو چې جرګې په تړاو ور سره مشوره نه ده شوې. هغه زیاته کړې وه چې دغه جرګه اوس ګټه نه لري.
عابد ویلي چې عبدالله عبدالله په خپل پخواني دریځ ولاړ دی.
د ولسمشر یو شمېر سیاسي مخالفین فکر کوي چې ولسمشر به له دغې جرګې د ټاکنو له پاره د کمپاین استفاده وکړي.
د حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په مشرۍ نهو ټاکنیزو ډلو دغه جرګه کې ګډون کول رد کړي دي.
جرګه پنځه ورځې وروسته کابل کې جوړېږي.



اعلان