پاکستان: عافيه صديقي پاکستان ته راتلل نه غواړي

سيمه او نړۍ

پاکستان: عافيه صديقي پاکستان ته راتلل نه غواړي

664

د پاکستان د خارجه وزارت وياند ډاکټر فيصل د برتانيې د ”ډې اينډیيپندنټ“ خپرونې ته په مرکه کې ويلې چې په امريکا کې قيد پاکستانۍ ساينسدانه ډاکټرعافيه صديقې د راخلاصيدو په اړه يې له امريکا سره خبرې پيل کړې،خوخپله عافيه صديقي له خلاصون ورړسته پاکستان ته تلل نه غواړي.

فيصل ويلي د شکيل افريد ي په بدل کې يې د عافيه صديقي د تبادلې په خبره هم غور شروع کړی.
ډاکټر شکیل د پوليو د واکسين له کمپاین نه په ګټه اخیستلو په ٢٠١١کې د پاکسنان د ايبټ اباد په ښارکې سي أی اې ته د اسامه بن لادن د کور په اړه جاسوسي کړې وه

بل لورته د عافيه صديقي خور د ډاکټر فيصل داخبره په کلکه ردکړې چې ګنې عافيه پاکستان ته راتلل نه غواړي
عافيه صديقي په ٢٠٠١کې د پاکستان د هغه وخت د واکمن جنرال مشرف لخوا امریکاته سپارل شوې وه، چې لومړی په باګرام کې وه اوبيا امريکا ته يوړل شوه.

ګمان کيږي چې پاکستان او امريکا دواړه غواړي چې عافيه په دې قانع کړي، چې له خلاصون وروسته د دې پر سر د امريکايي قواوو او پاکستاني فوځ د معاملې او ناوړه چلند اسرار افشا نکړي، خو عافيه دې کار ته اماده نه ده،ځکه خوغواړي چې له پاکستان نه بهر پاتې ژوند وکړي.



اعلان