پر ټولنیزو رسنیو څه ډول نشرات وکړو

پام وړ

پر ټولنیزو رسنیو څه ډول نشرات وکړو

163

د موقتې ادارې له رامنځته کېدلو سره جوخت هېواد له انټرنیټي نړۍ سره په پوره مانا وتړل شو، رسمې ادارې، پوهنتونونه او ان شخصي خلکو انټرنیټ ته لاره ومندله.

خو څنګه، چې ټولنیزې رسنۍ دلته نوې راټوکېدلې، او زیاتره خلک ورسره پوره اشنا نه دي، همدا وجه ده، چې د ګټې تر څنګ یې ګڼ زیانونه راولاړ کړي دي.

خواله( ټولنیزې رسنۍ) څنګه  وکارو

د فېسبوک،ټویټر،یوټیوب انسټګرام... د کارونې لپاره باید لاندې کړنې په نظر کې ونیسو تر مو پر شخصیت موثره اغېزه وکړي،دین ته د خدمت مصدر شو او په څنګ یې دې کړېدلې ټولنې ته هم د ویاړ سمبول شو:
۱- داسې نشرات وکړئ، چې اسلامیت او افغانیت مو په کې خوندي وي.
۲- د خپل فرهنګ د ژوندي کولو لپاره باید کار وکړو، نه د هغه د مرګ لپاره.
۳- د قومي، نژادي او سمتي توپیرونو څخه لریتوب.
۴- د داسې یو متن نشرول، چې خلک ترینه یو څه واخلي او پر ژوند یې یو ډول نه یو ډول اغېزه وکړي.
۵- له اوازو څخه ځان لرې ساتل.
۶- د خلکو خصوصي حریم ته پوره درناوی.
۷- له تور لګولو څخه ځان ساتل.
۸-  د داسې انځورونو له خپرولو څخه ډډه کول ، چې د خلکو پر اذهانو منفي اغېزه کوي.

کوم ډول متن لوستونکي لولي.

په نننۍ نړۍکې تر ټولو کم پیداکېدونکی څېز وخت دی ، خلک تر بل هرڅه وخت ته زیات ارزښت ورکوي نو موږ هم باید د خپلو مطالبو په خپرولو کې یاد فکتور  ته پام وکړو. کله چې مطلب  خپرو نو دا کړنې باید په نظر کې ونیسو:
۱- کوشش وکړي چې لنډ او ښکلی عنوان ورته وټاکئ.
۲- لنډ ولیکي، بیا کوشش وکړي، چې مطلب مو را لنډ کړئ.
۳- د مطلب سره همغږی انځور خپور کړئ.
۴ داسې موضوع باندې لیکنه وکړئ، چې  په ټولنه کې جدي اړتیاوي .
۵- تر ټولو غوره موضوع وټاکئ.

اوس سوال دلته دا دی، چې موږ څنګه کولای شو ،چې موضوع پیدا کړو؟

که څه هم په لومړیو کې د دې پوښتنې ځواب په رښتیا هم ستونزمن وي خو په کار او زیار سره هر څه کېدونکي دي.
د موضوع په موندلو کې مه ورخطا کېږي ټولنه له داسې زرګونو موضوعاتو ډکه دی، چې تر اوسه لا چا په ژورنالیستکو سترګو نه دي لیدالې. زموږ شاوخوا په هر څه لیکنه کېدای شي که تاسو سهار له کور تر دفتره ځئ نو د ښار پاکوالی، چټلي، د پسرلي باراني موسم، د سرک تر څنډې ناست نشه یان، د ترافیکو ګڼه ګوڼه، د زور واکو  دموټرونو هارنونه، د زور واکو د کورونو سمنټي دیوالونه، د روغتونونو حالات.
د موټرونو د کرایو لوړ والی، د ښونځيو ودانۍ، د ځوانانو بې کاري ...
هره یوه یې داسې موضوع دی که چېرته ورته په ژور لېد وکتل شي ښې لیکنې پرې کېدای شي.

خپل شخصیت څنګه ثابت وساتو؟

د دې خبرې د ثبوت لپاره یو څه وخت مبارزې او قوې انګېزې ته اړتیا دی که غواړئ، چې په ټولنه کې وپېژندل شي نو باید  سختې ورځې تېرې کړې.
خو دا، چې په خواله رسنیو کې ځان څنګه مطرح کړو باید لاندې کرښې ومنو.
۱- پر خپل نوم مو اکاونډ جوړ کړئ.
۲- د پروپایل انځور مو باید معیاري وي.
۳- د پروپایل انځور باید ژر، ژر بدل نشي.
۴- فعاله اوسې.
۵- هرې موضوع ته له سیاسي، هنري او فرهنګي عینکو وګورئ.
۶- لیکل او انتقاد باید پر دلایلو وکړئ.
۷- مطالب په لنډو جملو کې تر خلکو ورسوئ.
۸- له بې مفهومه او ډېرو خپرونکو انځورونو څخه خوداري وکړئ.
۹- د کاپي رایټ قانون ومنئ.
۱۰- د نورو رغنیز انتقاد ومني.
۱۱- مطالب مو باید املایي غلطي ونه لري
او...
پایله کې ویلی شو، چې راځئ داسې یو کار ته ملا وتړو، چې د  دین ، ټولنې او ولس لپاره په خیر تمام شي. هر څه کېدونکې دي او دا چې ښه وکړو او ښه تر خلکو ورسو دا به تل یاديږي.



اعلان