هلمند کې د هند مرسته شویو غنمو ورکېدل

راپورونه

هلمند کې د هند مرسته شویو غنمو ورکېدل

331

رپوټونه وایي، هلمندیانو سره د هند د ۴۵۰۰ ټنو مرسته شویو غنمو څخه ۲۵ ټنه غنم ورک شوي وو.
د هلمند والي یاسین خان ویلي چې غنم اوس موندل شوي دي. د سپوتنیک د رپوټ له مخې، والي ویلي چې ورک شوي غنم موندل شوي او عاملانو د نیولو چاره روانه ده.
بل خوا، د هلمند ولایتي شورا مشر عطاالله افغان بیا ویلي چې دا غنم د ناد علي ولسوالۍ د ټولنیزې شورا د پخواني مشر له لوري د یوې رسمي عریضې په واسطه ایستل شوي وو.
افغان ویلي چې نبي الفت ویلي وو چې اړو خلکو ته یې ورکوي، خو الفت بازار کې پلورلي وو.
خو الفت بیا دا تورونه رد کړي دي.
والي د مسلې د حل له پاره پلاوی ګومارلی دی.



اعلان