"د سرېلنکا بریدونو کې د نوي زیلنډ د وژل شوي مسلمانانو غچ واخیستل شو"

سيمه او نړۍ

1130

د سرېلنکا د دفاع وزیر ویلي، سرېلنکا کې وژل شوي عیسویان د نوي زیلنډ د مسلمانانو په بدل کې وژل شوي دي.
وزیر Ruwan Wijewardene دا خبره نن د سرېلنکا پارلمان ته کړې ده.
دوه ورځې وړاندې په درې کلیساوو او څلورو هوټلونو کې هممهاله بریدونو نږدې درې سوه کسه ووژل شول او له څلور سوو زیات ټپیان شول.
سرېلنکا کې د یو غېر مشهور مسلمان تنظیم ملي توحید جماعت نوم له دغو بریدونو سره یادېږي.
موده وړاندې د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې په جوماتونو برید کې پنځوس مسلمان مونځ کوونکي د یو عیسوي له لوري ووژل شول.
د سرېلنکا د بریدونو مسوولیت داعش منلی دی.
سرېلنکا کې بېړنی وضعیت اعلان شوی او څلوېښت مشکوک کسان نیول شوي دي.
د سرېلنکا لومړي وزیر بریدونو کې د بهرنیو اړیکو لرلو خبره کړې.



اعلان