پېښور: د پوليو له واکسین نه متضرر ماشومان زرګونه وو

سيمه او نړۍ

پېښور: د پوليو له واکسین نه متضرر ماشومان زرګونه وو

230

د پښتونخوا ايالت په مرکز پيښور ښار او شاوخوا سيموکې پرون د پوليو واکسين ټيمونه ښونځيو ته لاړل او د پخواني دود خلاف يې ترلسوکاعمر پورې ماشومانو ته قطرې په زور ورکړې، چې له امله يې ډيری ماشومان ناروغان شول او روغتونونو ته یوړل شول.

پرون د پيښور په ځينې برخوکې احتجاجي مظاهرې هم وشوې، عيني شاهدان وايي روغتونونه له ماشومانو ډک وو او د تسمم ضد دوايانې په روغتونونوکې خلاصې وې، چې په شخصي درملتونونوکې لټول کېدې.
نن د ايالت په ډيرو برخو کې ښونځي له دې ويرې رخصت وو چې د پوليو ټيمونه ورنشي او ماشومان يې د کورونو پرځای روغتونوته لاړنشي



اعلان