هند د افغان اردو معلولو سرتېرو ته برقي ویلچیرونه ورکړل

افغانستان

هند د افغان اردو معلولو سرتېرو ته برقي ویلچیرونه ورکړل

896

کابل کې د هند سفير په یو پروګرام کې سل برقي ویلچیرونه د افغان اردو معلول شویو سرتېرو ته ډالۍ کړي دي.
دغه پروګرام کې د دفاع وزیر اسدالله خالد هم ګډون کړی و.
پروګرام د دفاع وزارت په ودانۍ کې جوړ شوی و. کابل کې د هند سفير ویني کمار ویلي چې افغان اردو نه یوازې د افغانستان د خلکو د خدمت بلکې د بشریت د خدمت له پاره جګړه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې هند له افغانستان سره مرسته کوي بلکې وړاندې یې هم په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.



اعلان