په قطر کې د بین الافغاني کانفرانس د سبوتاژکولو په اړه د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا اعلامیه

افغانستان

په قطر کې د بین الافغاني کانفرانس د سبوتاژکولو په اړه  د افغانستان د خلاصون لارې د عالي شورا اعلامیه

340

خبري اعلاميه
دوشنبې، 2غويى1398
كابل
په هېواد کې د افغاني ريښتونې سولې او هر اړخیز افغان شموله نظام د رامنځ ته کولو په برخه کې د امریکا لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو پیل او د افغان شموله ملي اجماع او افغاني ډیالوگ د رامنځ ته کولو په برخه کې، بېلابېلو هڅو او جریانونو افغانان یو ځل بیا هیله مند کړي دي، چې په افغانستان کې به اوږده جگړه او روان ناورین پای ته رسېږي او هېوادوال به له باعزتې سولې او امن برخمن کېږي.
د امریکایانو او طالبانو د څو پرله پسې ناستو په پایله کې په بې پرې افغاني مذاکراتو هوکړه وشوه، چې لومړۍ ناسته يې په مسکو کې تر سره او پتیل شوې وه، دوهمه دوه ورځنۍ ناسته د اپریل په 20مه د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي، خو د افغان حکومت لخوا په ناڅاپي توگه د 250 کسیزه اوږده لېست په خپرولو سره، کوربه هېواد ناسته وځنډوله او طالبانو هم د پخوا په څېر د افغان حکومت په نوم له ټاکل شوي پلاوي سره د لیدلو او خبرو ډډه وکړه.
افغان سوله د هېچا او ادارې شخصي حق نه دی، خو د هر افغان لویه او ستره هیله ده، چې د مخنیوي او سبوتاژ کولو هره هڅه يې مغرضانه او له دې ځورېدلي ولس سره د دښمنۍ په مانا بولي. موږ افغانان د دې ډول هڅو او کړنو په وړاندې خپل دریځ په لاندې توگه اعلانوو:
1. په هېواد کې د سولې د روان بهیر په برخه کې د افغاني هڅو او مذاکراتو سبوتاژ کول له افغان ولس سره جفا او د دښمنۍ په مانا ده.
2. د طالبانو د دې دریځ، چې د امریکایانو یرغل او شتون په هېواد کې د سولې په وړاندې اساسي لامل دی، ملاتړ کوو او افغان ولس هم بهرنی اشغال د باعزته او ریښتونې سولې د راتللو په برخه کې لوی خنډ بولي.
3. د افغان حکومت لخوا په ناڅاپي توگه د نا انډوله 250 کسیزه لېست خپرول، په داسې حال کې، چې د همدې نوملړ ډیری غړو لا پخوا د کوربه هېواد لخوا په ترتیب شوي لېست کې شتون درلود، دا انگېرنه ډاډمنه وي، چې حکومت د غیر مترقبه او شخصي نظرونو په وړاندې کولو سره د سولې هره ممکنه پروسه سبوتاژ کول غواړي.
4. د هېواد په روانو حساسو حالاتو کې د حکومت لخوا د مشورتي لويې جرگې رابلل، د سولې ضد اقدام بولو او ډېری افغانانو يې مخالفت وار له مخه ښوولی دی، خو حکومت يې لا په تر سره کولو ټینگار لري. په داسې بې ځایه پروگرامونو د شاوخوا 360 میلیونونو افغانیو لگښت، چې د مظلوم ملت او بیت المال حق دی، حکومت ته يې په خپلسرۍ د شخصي کمپاینونو په موخه د مصرفولو اجازه نه ورکوو.
5. هراړخیزه سوله کولای شي په هېواد کې د ډاډمنو او ریښتونو ټاکنو په برخه کې مرستندویه تمامه شي، خو له سولې مخکې انتخابات تر سره کول د سولې لپاره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای.
6. له ټولو ذیدخله لوریو په جدي توگه غواړو، چې د دوحې کانفرانس پروسه ژر تر ژره بېرته اعاده او تر سره کړي.
7. د خلاصون لارې عالي شورا او افغان ولس به د سولې د سبوتاژ کولو او سولې ضد کړنو په وړاندې بې تفاوته او چوپ پاتې نه شي.
د تلپاتې او ریښتونې سولې او خپلواک افغانستان په هیله!



اعلان