"راتلونکې غونډه کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په مهالوېش خبرې کېږي"

افغانستان

282

د طالب-امریکا د راتلونکو خبرو تمرکز به له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو په مهالوېش وي.
دا خبره طالب ویاند سهیل شاهین ای ایف پي خبري اژانس ته کړې ده.
شاهین زیاته کړې، تېرو ناستو کې دواړو لورو له افغانستانه د امریکایي پوځیانو بشپړ وتلو باندې هوکړه کړې چې اوس یې تفصیلاتو ته اړتیا ده.
د طالبانو او امریکایانو تر منځ تر اوسه پنځه پړاوه خبرې شوې دي.
طالبانو منلې چې وسله والو ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
تمه کېږي چې د دواړو لورو بل پړاو خبرې به ژر پېل شي.



اعلان