عراق کې امریکایي پوځي مړ شوی

سيمه او نړۍ

عراق کې امریکایي پوځي مړ شوی

348

رپوټونه وایي، د عراق نېنوا ایالت کې یو امریکایي پوځي مړ شوی دی.
میلیټري ټایمز لیکلي چې دغه پوځي په جګړه ییزه پېښه کې وژل شوی نه دی.
دفاعي چارواکو ویلي، د پوځي په اړه نور مالومات به وروسته وړاندې شي.
امریکایي پوځیان عراق کې د داعش ضد جګړه کې د عراقي ځواکونو ملاتړ او مشورې له پاره مېشت دي.



اعلان