روسيه: د قطر بين الافغاني غونډه ولسمشرغني ناکامه کړه

افغانستان

روسيه: د قطر بين الافغاني غونډه ولسمشرغني ناکامه کړه

607

د سپوتنيک له خبري شبکې سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې په دوحه کې د شلم اپريل غونډه د ولسمشر غني لخوا له ستونزه سره مخ شوه، ځکه چې غني هڅه وکړه چې په غونډه کې د گډون کوونکو په توگه د خپلې خوښي د ٢٥٠کسانو ليست په مقابل لورې ومني،چې له امله يې د ليست پر سر اختلاف رامنځ ته شو او قطر هم ځکه غونډه و ځنډوله چې افغان جهتونه د گډونوالو پر سر يوه خوله نه وو.

کابلوف همداراز ويلي چې دا لا ورته معلومه نه ده چې د قطر غونډه يواځې ځنډيدلې او که لغوه شوې.
بل پلو پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ويلي چې د غونډې په ځنډ کې طالبان ملامت نه دي.



اعلان