هند له پاکستان سره د کشمیر پر پوله تجارت ځندولی

سيمه او نړۍ

هند له پاکستان سره د کشمیر پر پوله تجارت ځندولی

132

هند اعلان کړی دی چې د هند او پاکستان تر کنترول لاندې کشمير سيمه کې تجارتي ليږد راليږد يې ځنډولی دی. هند تور لګوي چې له دغې لارې د ناقانونه وسلو د ليږد او قاچاق په موخه کار اخيستل کيږي.
هندوستان وړمه ورځ اعلان وکړ چې دغه پريکړه يې د هغو استخباراتي معلومات پر اساس کړې ده چې ښيي له دغې لارې د غيرقانوني وسلو، مخدره موادو او جعلي پيسو د ليږد له پاره کار اخيستل کيږي.
که څه هم د پاکستان او هند تر منځ اړيکي ترينګلي دي، خو له دې سره سره، د دواړو هيوادونو تر کنترول لاندې کشمير سيمه کې تجارتي لار خلاصه پريښودل شوې وه. د دغې سيمې اوسيدونکو په اوونۍ کې څلور ځله پر دغې لار خپل تجارتي مواد يو او بل لور ته ليږدول. په دغه سيمه کې د مالونو ليږد راليږد له هرډول کنترول پرته، د سرحدي سيستم پر اساس ترسره کيږي.



اعلان