جنوبي افریقا کې د کلیسا د نړیدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي

سيمه او نړۍ

جنوبي افریقا کې د کلیسا د نړیدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي

156

د جنوبي افریقا په کوازولو ناتال سیمه کې پنتیکوست مشهوره کلیسا نړیدلی چې له مله ۱۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

د کوازولو ناتال سیمې ویاند لینوکوس ماباسو رسنیو ته ویلي چې د کلیسا د نړید اصلي علت توفاني بارانونه دي.

دغه کلیسا په داسې حال کې نړیدلی چې په مینځ کې زیات شمیر کسانو عبادت کاوه ویاند ویلي چې وژل شوي کسان د مسیحانو د پاسکال اختر به خاطر کلیسا کې راجمع شوي وه.



اعلان