ګوګل د ایران رسمي ټي وي اکاونټونه وتړل

سيمه او نړۍ

ګوګل د ایران رسمي ټي وي اکاونټونه وتړل

106

وروسته له هغه چې امریکا د ایران سپاه پاسدارانډله د ترهګرو په لیست کې ونیوله، په ایران ورځ تر بلې ذ امریکا بندیزونه سختیږي تر دې چې نن ګوګل شبکې د ایران رسمي پرېس ټي وي او هیسپان ټي وي شبکو جې مېل او یوټیوب اکونټونه تړلي دي. ګوګل وايي دغو ګڼونونو د دوی له مقرراتو سرغړاوی کړی دی.‌

د ګوګل یوه ویاند بي بي سي فارسي ته ویلي: "موږ د یوه چینل د اکونټ په اړه خپل نظر نه څرګندوو، خو ګوګل د هغو اکونټونو په اړه ګام پورته کوي چې د ګټې اخیستو له مقرراتو سرغړونه کوي."

د پرېس ټي وي او هیسپان ټي وي د ګوګل اکونټونه وروسته تر هغه تړل شوي،‌ چې انسټاګرام هم د ایران د سپاه پاسداران د قومندانانو اکونټونه وتړل.

ګوګل بي بي سي ته نه دي ویلي چې دغو ایراني شبکو د ګوګل کوم مقررات مات کړي یا یې کومه قانوني سرغړونه کړې ده.‌

پرېس ټي وي وايي، له ګوګل نه یې په دې اړه توضیحات غوښتي، خو تر اوسه یې کوم توضیحات نه دي ورکړي.



اعلان