هغه وخت چې یو افغان د پاکستاني لومړي وزیر لاسونه ښکلوي

راپورونه

هغه وخت چې یو افغان د پاکستاني لومړي وزیر لاسونه ښکلوي

939

ټولنیزو شبکو کې یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له څو افغان ناروغانو سره ګوري.
افغانان د پاکستان له لومړي وزیر مننه کوي.
یو تن د پاکستاني ډاکټرانو نومونه اخلي او بیا د عمران خان لاسونه ښکلوي.
یو بل تن د خپل ناروغ زوی یادونه کوي چې دوه ځله یې (ښایي افغانستان کې) عملیات کړي، خو ښه شوی نه و.
دی عمران خان ته وایي چې زوی یې تذکره کې راووړ او اوس ستاسو (پاکستانیانو) له برکته روغ دی.
عمران خان پرون پېښور کې له افغان ناروغانو سره کتلي.
ټولنیزو شبکو کې ګڼو کسانو په افغان دولت نیوکې کړي چې د امریکا له راتګ او زیاتو پېسو سربېره تر اوسه په دې و نه توانېد چې افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ کړي او د هغو سلګونو افغان ناروغانو درملنه هېواد دننه وکړي چې هر وخت پاکستان ته روان وي.
د بي بي سي خبریال یما بارز د سوالیې په ډول لیکلي، (افغانستان) زلزلې لري توپان لري؟.
د دې نیوز د رپوټ له مخې، عمران خان چارواکو ته ویلي چې افغانستان کې د سرطان (درملنې) روغتون شونتیا وګوري.



اعلان