عمران خان: د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې سمې دي

سيمه او نړۍ

عمران خان: د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې سمې دي

277

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اورکزی ولسوالۍ کې یوې غونډې ته ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) خبرې (غوښتنې) سمې دي، خو لهجه یې سمه نه ده.
د ایکسپرس نیوز د رپوټ له مخې، خان ویلي، پي ټي ایم د پښتنو د تکلیفونو (ستونزو) خبره کوي او بې ګناه خلکو ته (په جګړو کې) زیان رسېږي.
خان ویلي چې له پنځلس کلونو راهیسې دی هم دا خبره کوي.
خان ویلي چې پاکستان به د قبایلو قربانۍ هېرې نه کړي او د دې ځای د خلکو مرسته به وکړي.
پي ټي ایم په پاکستان کې د قانون په چوکاټ کې د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.
دوی په پاکستاني پوځ سختې نیوکې کوي او د ډېرو پېښو پړه پرې ور اچوي.
دوی د ترهګرۍ په نوم د ورکو شویو پښتنو محاکمه هم غواړي.



اعلان