هند کې یو کس پردي ګوند ته په رایه ورکولو خپله ګوته پرې کړې

راپورونه

هند کې یو کس پردي ګوند ته په رایه ورکولو خپله ګوته پرې کړې

289

هند کې یو کس وروسته له هغه خپله رنګ شوې ګوته پرې کړه چې کله پوه شو بل ګوند ته یې رایه ورکړې ده.
پون کمار په یوې خپرې کړې ویډیو کې وایي چې واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بی جی پي) ته یې په تصادفي ډول (غلطۍ) کې رایه ورکړې.
کمار غوښتل چې یو سیمه ییز ګوند ته رایه ورکړي، خو د رایې اچولو ماشین کې د زیاتو سېمبولو شته والي ګېچ کړ.
هند کې پارلماني ټاکنې روانې دي چې څو پړاوونو کې به تر سره شي. نهه سوه میلیونه هندیان د رایو ورکولو حق لري.
کمار پرون پنجشنبه په اتر پردېش ایالت کې رایه ورکړې.



اعلان